د دېلاور په ويلمينګټن کې د کواډ (څلورګونې) وروستۍ سرمشريزې د متحدو ايالتونو، استراليا، جاپان او هند مشران پر يوه ميز سره راټول کړل او ټولو ځان په اسيا- پاسفيک سيمه کې د ثبات ځواک وباله چې په ټوله کې یې ډلې ته د هند – پاسفيک نوم هم اخيستل کيږي.
له دې سره سره له کواډ سرمشريزې د پردې تر شا د چين د بدنامولو او مهارولو د وسيلې په توګه استفاده کيږي. د يادې ډلې ګډ بيان چې د ګډو ارزښتونو او نړيوالو قوانينو د ملاتړ په لویو لفظونو کې را ټول شوی په سيمه کې د نړيوالو همکاريو د تقويې پر ځای تر ډیره د چين د پرمختګ د مخنيوي طرزالعمل دی.
په اسيا – پاسفيک سيمه کې د چين رول ناسم استازيتوب
د کواډ دا څرګندونې چې ګنې دوی به د بې ثباته کوونکو او يواړخيزو اقداماتو پر وړاندې دريږي، د سويلي چين په سمندرګي کې د چين پر فعاليتونو مستقيم ګوزار دی. دغه راز کواډ چوکاټ دا حقيقت له پامه غورځوي چې که د چین اقدامات يو اړخيز وي نو دغه اقدامات يوازې په چین پورې محدود نه دي. متحد ايالتونه په ځانګړي ډول د نورو په کورنيو چارو کې د لاسوهنې اوږده مخينه لري، خو کواډ روايت په ډېرې اسانۍ سره له دې حقيقته سترګې پټوي او چين د يوازيني (شرير) په توګه معرفي کوي.
کواډ د کمربند او لارې ابتکار په څېر د چين ټولې هڅې چې د سوداګريزو مسيرونو د خونديتابه او سيمه ييزې پراختيا لپاره یې کوي، اجبار ګڼي. په حقيقت کې چين د زيربنایي انکشاف او په سويل ختيځه اسيا کې اقتصادي ودې مهم عامل دی چې له لويديځو قوتونو پاتې شوې تشه ډکوي.
سمندري امنيت: د قابو کولو پټه ستراتيژي
کواډ د سمندري لمنې په تړاو د پوهاوي لپاره د اندو – پاسفيک مشارکت په څېر نوښتونو له لارې پر سمندري امنيت ډير ټينګار کوي. د دې هڅې تر شا موخه هم د سمندري امنيت ټينګښت نه، بلکې د سوداګرۍ پر هغو حياتي مسيرونو د ولکې ټينګول دي چې چين پرې تکيه دی. سمندري امنيت هغه پلمه ده چې متحد ايالتونه او متحدين یې پر مټ په سيمه کې د نظامي حضور د پراخولو په هڅه کې دي.
د چين د سمندري وړتياوو لوړېدل، په ځانګړي ډول د جنوبي چين په سمندرګي کې بې ثباته کوونکې ګڼل کېږي خو د کواډ نظامي فعاليتونو ته بيا د دفاعي اقداماتو نوم اخيستل کيږي. سره له دې چې د سمندر په لمن کې د چين اقدامات د هغو امنيتي ننګونو له مشروع دفاع سرچينه اخلي چې د متحدو ايالتونو او د هغوی د متحدونو له لوري رامنځته شوې دی.
اقتصادي او ټکنالوژيکي مهار
تر سمندري امنيت ور اخوا، کواډ د سيمي کنډکټورونو، مصنوعي ځيرکتيا او پاکې انرژۍ په ګډون پر هغو ټکنالوژيکي زيربناوو تمرکز کړی چې چين پکې د پام وړ پرمختګونه کړي دي. د کواډ د سيمي کنډکټورونو د احتمالي اکمالاتي شبکې رامنځته کېدل ظاهراً د دې لپاره دي چې نړيواله اکمالاتي کړۍ خوندي شي خو پټه موخه یې دا ده چې پر ټکنالوژيکي سکټور د چين د پراخېدونکې سلطې مخه ډپ شي.
د بديلې ټکنالوژيکي شبکې د رامنځته کولو هڅې چې چين یې برخه نه ده، په اقتصادي لحاظ د بيجينګ د منزوي کولو هڅه ده، آن په داسې حال کې چې د چين ټکنالوژي په نړيوال اکمالاتي ځنځیر کې خورا مهم رول لري.
د چين وده بايد ګواښ ونه ګڼل شي. کواډ بايد د مهاروونکو سياستونو د پلي کولو پر ځای له بيجينګ سره د واقعي همکاريو لاره خپله کړي او د اقليمي بدلون، د فقر د کمولو او سيمه يیزې پراختيا پر وړاندې پرتو ننګونو سره ګډه مبارزه وکړي.
د کواډ دا هڅې چې ځان د يوه ښه ځواک په توګه معرفي کوي او په ورته وخت کې په نامحسوس ډول د چين رول کمزوری کوي، د څلورګونو هېوادونو د مشرانو اصلي تعصب په ډاګه کوي. که چيرې په اسيا – پاسفيک سيمه کې ثبات او سوکالي اصلي موخه وي، نو کواډ بايد له مهاروونکو سياستونو را ووځي او بايد له چين سره د همکاريو په روحيه مخکې ولاړ شي، نه د تسلط موندنې په روحيه.