شي جين پینګ د چانګ عر شپږم نمبر د سپوږمۍ د اکتشافي پروژې له څېړونکو سره وکتل
CGTN2024/09/24 10:02:49
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې مشر شي جين پينګ د سپتمبر د ۲۳ مې نېټې په سهار د پلازمېنې بېجينګ د خلکو لوی تالار کې د دغه هېواد د چانګ عر شپږم نمبر د سپوږمۍ د اکتشافي پروژې له څېړونکو سره کتلي دي..

شي جين پينګ ويلي، د چانګ عر شپږم نمبر پروژې د انسانانو په تاريخ کې په لومړي ځل د سپوږمۍ د شاتنۍ برخې نمونه اخيستې او د يو شمېر کليدي تخنيکونو په څېړنه کې یې پرمختګونه کړي، چې د چين د فضايي چارو او ټکنالوژۍ د پراختيا يوه نمونوي لاسته راوړنه بلل کيږي او د سپوږمۍ په اکتشافي پروژي کې يې د ميل تيږه اېښودلې ده.

نوموړي هيله ښودلې، چې د چين فضايي کارکوونکي د سپوږمۍ د خاورې نمونه ښه وڅيړي او د لويو فضايي پروژو او د فضايي علومو او ټکنالوژيو د هراړخيز پرمختګ لپاره نوي خدمتونه وکړي.