د سوریې ولسمشر د نوې کابینې د غړو نوملړ تصویب کړ
CMG2024/09/24 11:31:21
شريکول:

د سوریې ولسمشر بشار الاسد د سپتمبر په ۲۳مې نېټې په یو فرمان کې د صدراعظم محمد غازي جلالي لخوا د نوې کابېنې د غړو نوملړ تصویب کړی او فیصل مقداد یې د مرستیال ولسمشر په توګه ټاکلی دی.

د سوریې نوې کابېنه ۲۷ غړي لري او د بهرنیو چارو، مالیې، صنعت او برېښنا وزارتونو په ګډون ۱۵ وزیران پکې بدل شوي او نور مخکيني وزیران پر خپلو دندو پاتې شوي دي.

 بسام صباح د سوریې د بهرنیو چارو وزير ټاکل شوی، چې پخوا د همدې وزارت مرستیال و.

ولسمشر بشار الاسد په همدې ورځ په یوه بل فرمان کې فیصل مقداد، چې پخوا د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر و، د مرستیال ولسمشر په توګه ټاکلی دی.