د چین د بهرنیو چارو وزارت وياند لين جيان د سپتمبر په ۲۳مې نېټې يوې مطبوعاتي غونډې ته ويلي، چې يوه بېړنۍ طبي مرستندويه ډله يې په دې وروستيو کې د بنګلاديش د لنډمهالي حکومت په بلنې د مرستو برابرولو په پار دغه هېواد ته تللې ده.
نوموړي ويلي، دغه طبي مرستندویه ډله به په بنګلاديش کې تر خپلې وسې بشري طبي مرستندويه چارې ترسره کړي.
لين جيان ويلي، چین او بنګلاديش دوستان ګاونډي هېوادونه او هراړخیز ستراتيژيک همکاران دي او هېواد يې د بنګلاديش پر وړاندې دوستانه پاليسي پلې کوي او د څو هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د ژورتيا په پار ورسره په بېلا بېلو برخو کې نظر تبادلې او همکارۍ ساتي.