د برېکس هيوادونو د تمدني ډيالوګ يو لړ فعاليتونه د سپتمبر په ۲۴مې نېټې د روسيې په کازان ښار کې ترسره شول، چې د چين، روسيې، برازيل، هند، جنوبي افريقا او ايران په شمول د برېکس د هېوادونو د اړوندو ادارو او د بېلا بېلو برخو څه باندې ۳۰۰ کارپوهانو او استازو پکې ګډون کړی و.
دغه فعاليتونه د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر، د روسیې د تاتارستان حکومت، په کازان کې د چين عمومي کونسلګرۍ لخوا جوړ شوي وو.
ګډونوالو باور څرګند کړی، چې دغسې فعاليتونه به د برېکس هيوادونو د خلکو ترمنځ پوهاوی ژور او دوديزه دوستي به یې نوره هم ټينګه کړي او د بریکس هېوادونو خلک يې دې ته هڅولي چې د تمدنونو د متقابلې زده کړې لپاره کار وکړي.