د اسيا پرمختګ بانک د سپتمبر په ۲۵مې نېټې «د اسيا د ۲۰۲۴م کال د پرمختګ لرلید» راپور خپور کړی، چې له مخې يې په همدغه کال کې د اسيا او ارام سمندر سیمې د اقتصادي زیاتوالي اټکلي انډول ٪ ۵ ښودلی او د ۲۰۲۵م کال لپاره يې د اقتصادي زیاتوالي انډول ٪ ۴.۹ سلنه اټکل کړی دی.
دغه راپور په روان کال کې د چين د اقتصادي زياتوالي اټکلي انډول ٪ ۴.۸ او د ۲۰۲۵م کال لپاره یې ٪ ۴.۵ انډول اټکل کړی دی.
راپور وايي، د اسيا پرمختيايي هېوادونو د ۲۰۲۴م کال په لومړۍ نيمايي کې د اقتصاد د زیاتوالي محرکه قوه درلوده، د پيسو پړسوب یې پر له پسې کم شوی او مرکزي برخه يې د کرونا وبا تر مخکې سويې رسیدلې ده.