امنیت شورا د لبنان د وضعيت په اړه بېړنۍ غونډه کوي
CGTN2024/09/25 11:15:42
شريکول:

د ملګرو ملتونو امنيت شورا به نن د سپتمبر په ۲۵مې نېټې د مازدېګر په ۶ بجو د لبنان د وضعیت په اړه بېړنۍ غونډه وکړي.

د لبنان حزب الله د سپتمبر په ۲۴مې نېټې  په يوې اعلاميې کې ويلي،‌ چې د همدې ورځې په شپه يې په اتلیط کې د اسرئيلي سمندري ځواکونو پر هډې د بې پېلوټه الوتکو بريدونه کړي دي.

د لبنان د پوځ يوې سرچېنې ويلي، چې اسرائيلي ځواکونو په همدې ورځ د لبنان په جنوب کې پر يوه کلي هوايي بريدونه کړي، چې له امله يې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي او ۶ نور ټپيان شوي دي.

د اسرائيل پوځ د سپتمبر په ۲۴مې نېټې د مازديګر په ۶ بجو خبر ورکړی، چې هوايي ځواکونو يې د لبنان د حزب الله وسله والو پر څو موخو پراخ بريدونه کړي دي.

اسرائيلي ځواکونو په همدې ورځ څلور ځلې په  لبنان کې خپلې موخې په نښه کړې دي.