د چين او اسيان ۲۱م نندارتون د سپتمبر په ۲۴مې نېټې د چين د ګوانګ شي د جوانګ قوم د کورواکې سيمې په مرکز نان نينګ کې پرانيستل شو او په همدې ورځ د ويتنام، ماليزيا او لاوس په شمول د اسيان هېوادونو د ۱۰۹ پروژو همکاريز تړونونه لاسليک کړي چې د کيمياوي صنعت د نويو توکو، د نوې انرژۍ، د انرژۍ د زيرمې، ماشينونو او تجهيزاتو په شمول مهمې چارې پکې شاملې دي.په ۹۳ پروژو کې څه باندې ۷۰ سلنه يې د ګونګ دونګ ولايت، هانکانګ او مکاو له خليج او د یانګ ځي سيند له پرتو سيمو څخه راغلي چې ۶۹ سلنه يې پر تولیدي چارو پسې تړاو لري.