د چين د دولت رئيس شي جين پينګ مېرمن پنګ لي یوان د سپتمبر د ۲۴ مې نېټې په ماسپښين د پلازمېنې بېجينګ اتم نمبر لېسې کې د چين او امریکا د تنکيو ځوانانو په کلتوري او سپورټي فعاليتونو کې ګډون وکړ.
پنګ لي يوان د دغو فعاليتونو پر مهال د امريکا د واشينګټن ایالت د تنکيو ځوانانو د پلاوي له غړو سره خبرې وکړې او ټولو ښوونکو او زده کوونکو ته يې ښه راغلاست ووايه.
نوموړې هيله ښودلې، چې امريکايي تنکي ځوانان به د دغه سفر په ترڅ کې د چين په اړه پوهاوی ولري، رښتينی چين احساس او وپېژني، له چيني تنکيو ځوانانو سره دوستي جوړه کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو ته مثبته انرژي برابره کړي.