بېجينګ: څه باندې سلو هېوادونو په ملګرو ملتونو کې له چين څخه د ملاتړ عادلانه غږونه راپورته کړي دي
CMG2024/09/25 17:06:28
شريکول:

دا چې څه باندې سلو هېوادونو د سپتمبر په ۲۴مې نېټې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۷مې غونډې کې د شينجيانګ، هانکانګ او شي ځانګ مسئلو په تړاو د چين له دريځونو څخه ملاتړ کړی او د بشري مسئلو له سياسي کېدو سره مخالفت يې ښودلی دی.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د سپتمبر په ۲۵مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي چې د روانې میاشتې په ۲۴مې نېټې په ژنيو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۷مې غونډې کې د امريکا په شمول ځينو هېوادونو د چين پر بشري حالاتو تورونه لګولي دي. په دې اړه څه باندې سلو هېوادونو په ګډو او خپلواکو ويناوو کې له چين څخه ملاتړ او د بشري مسئلو له سياسي کېدو سره مخالفت ښودلی دی.

د کيوبا استازي د نژدې اتياوو هېوادونو په استازيتوب په ګډه وینا کې پر دې ټينګار کړی چې د شينجيانګ، هانکانګ او شي ځانګ چارې د چین کورنې چارې دي او د بشري مسئلو له سياسي کېدو او په دې تړاو د دوه ګونې معيارونو له پلي کولو سره او د بشري حقونو په پلمه د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې له لاسوهنې سره مخالفت کوي.