د متحدو ايالتونو او چين تر منځ د اوسپنيزې ډيجيټلي پردې خورېدل يوازې زيانونه راوړي
CMG2024/09/25 15:54:48
شريکول:

 

متحدو ايالتونو د پنجشنبې پر ورځ يو ځل بيا له چين څخه پر وارداتو د بنديز لېست لوی کړ او د سوداګرۍ وزارت یې يو داسې ابتکار اعلان کړ چې له مخې یې د چين پر جوړو هغو سافټ وېيرونو او هارډ وېيرونو بنديز لګول شوی چې په متحدو ايالتونو کې له انټرنېټ سره په نښلول شويو موټرو کې کارول کيږي.

په چين کې د ټکنالوژۍ له چټکې ودې سره د مقابلې لپاره، د نړۍ دغه زبرځواک له اوږدې مودې راهیسې هڅې وکړې چې د چين پر وړاندې د خپل سيال په توګه د ټکنالوژۍ ديوال جوړ کړي. د ۲۰۱۹ کال په لومړيو کې یې هواوې شرکت د هغو بنسټونو په لېست کې شامل کړ چې امريکايي شرکتونه ورسره له دې کبله له همکارۍ منعه شوي چې ګنې ياد بنسټونه بالقوه امنيتي ګواښونه پېښوي.

د واشنګټن بیجينګ ضد خنډونه وروسته تر مشهورو چيني خواله رسنيو او د چين جوړو هغو جرثقيلونو پورې ورسېدل چې د امريکا په بندرونو کې فعاليت کوي. سږ کال د بايډن ادارې چيني برېښنايي موټر په نښه کړل. پر يادو موټرو تر سل سلنې ګمرکي تعرفې لګولو لږ وروسته یې په موټرو کې د چينايي سافټ وېيرونو او هارډوېيرونو پر کارول کېدو بندیزونه ولګول. داسې ښکاري چې دغه بنديز به پر يوه دايمي قانون بدل شي.

ښکاره ده چې د نړۍ د دوو سترو اقتصادونو تر منځ ډيجيټيلي اوسپنيزه پرده را خوريږي. د نړۍ د سلطه پال ځواک په توګه پر نويو ټوکېدونکو ټکنالوژيو د برلاستيا موندلو لپاره د متحدو ايالتونو تنده د غير عادلانه سياليو او له نورو هېوادونو، په ځانګړي ډول چين سره د کشمکشونو د ډيريدو سبب شوې ده. کټ مټ د سړې جګړې د دوران د وسله والې برترۍ په څېر اوس د متحدو ايالتونو له لوري د ټکنالوژيکي برترۍ جګړه پيل شوې ده.

د چيني کمپنيو او توليداتو پر خلاف د متحدو ايالتونو ټولې هڅې، د دوی په وينا، د ملي امنيت اړوند اندېښنو د کمولو لپاره نه بلکې د ټکنالوژيکي مخکښتوب د خپلولو لپاره دي. ملي امنيت يوه اسانه پلمه ده چې متحد ايالتونه پرې د مارکېټ اصول تر پښو لاندې کوي او خپل سيالان پرې ځپي.

متحدو ايالتونو په ۲۰۱۹م کال کې د هواوې پر خلاف تر يو اړخيز اقدام وروسته تر دې مهاله هېڅ داسې ثبوت نه دی وړاندې کړی چې د چين له لوري پېښېدونکی ګواښ پرې ثابت شي. له ليرې واټن څخه د امريکا پر سړکونو د ګرځېدونکو موټرو د کنټرولولو او د بحرانونو پر مهال د متحدو ايالتونو حياتي زیربناوو او برېښنايي سيسټمونو ته د کوډ ورکولو په اړه د چين د وړتيا په تړاو تبليغات خندوونکي دي.

د کلمبيا په پوهنتون کې د اقتصاد او پايدارې پراختيا استادې جېفري ساکس رسنيو ته ويلي چې ښايي متحد ايالتونه به پر ارتباطي سيسټمونو د بدکالو د نښلولو پلان ولري، خو دا چې چين دې ورته اقدام کړی وي، په تړاو یې هېڅ ډول اثباتيه مدرک نشته.

په امريکا کې پر چينايي توکو د بندیزونو تر لګولو وروسته متحد ايالتونه کولی شي چې خپل محصولات د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په ښه ډول وپلوري. د بېلګې په توګه د سټاټېسټا د معلوماتو له مخې، مايکروسافټ ۳۶۵ دا مهال د نړۍ په کچه تر يو ميليون د ډيرو کمپنيو له لوري کارول کيږي. سټاټېسټا دغه راز اټکل کړی چې د متحدو ايالتونو د برېښنايي موټرو سکټور به روان کال ۹۴.۹ ميليارده ډالره عوايد را ټول کړي.

ظاهراً، د نړۍ له اکمالاتي ځنځير څخه د چين د ګوښه کولو په تړاو د امريکا هڅې د امريکايي محصولاتو د پلور پر وړاندې شته خنډونه له مخې لرې کوي. نو ايا دا سالم رقابت دی چې متحد ايالتونه یې کوي؟ باالکل نه!

تر دې لا ډير بد، په متحدو ايالتونو کې د معلوماتو نقض نااشنا چاره نه ده. په متحدو ايالتونو کې د مېشتې استخباراتي معلوماتو اړوند يوې وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، په اګسټ مياشت کې د ۲.۹ ميليونه امريکايي وګړو بشپړ نومونه، د ټولنيز خونديتوب شمېرې، ادرسونه او ان د دوی د خپلوانو په تړاو معلومات په ډارک وېب کې خپاره شول. دا په متحدو ايالتونو کې د عامو ملي معلوماتو د نقض يوازې يوه پېښه ده. که متحد ايالتونه په رښتيا هم د امنيت په اړه اندېښمن وي نو د نورو تر ملامتولو مخکې بايد لومړی خپلې کورنۍ ستونزې هوارې کړي.

واشنګټن د نورو د اعتبار په زيانمنولو او له سيالانو د لارو په بېلولو سره د برترۍ په لټه کې دی. خو دا چاره له زيان پرته پر بل څه نه تماميږي. چين د برېښنايي موټرو د بېټريو په توليد کې بې ساري دی او دا د دې مانا لري چې که د دوی پرمختللې ټکنالوژۍ ته د امريکايي موټر جوړوونکو لاسرسی لنډ شي، لکه څرنګه چې نيويارک ټايمز هم خبرداری ورکړی، نو ډیر وروسته به پاتې شي.

لکه څرنګه چې د سړې جګړې پر مهال د اوسپنيزو پردو له خورېدلو هېچا ګټه ونه کړه، نو د نړيوال ټکنالوژيکي ايکوسيسټم له پاشلو به هم يوازې زيان پر ځای پاتې شي.

د ټکنالوژيو مديريت همکاريو ته اړتيا لري. کمزورو سيالانو ته د خنډونو رامنځته کول داسې دي لکه د ۱۰۰۰ دښمنانو د وژلو لپاره چې ۸۰۰ دوستان قرباني شي.