د چین د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د سپتمبر په ۲۵مه نېټه د لبنان او اسرائیلو ترمنځ د شخړې په اړه د پوښتنې په ځواب کې رسنیو ته وویل، چين له اړوندو خواوو څخه غوښتنه کوي چې د لبنان او اسرائيلو ترمنځ د جګړو د ارامولو لپاره سمدستي تدبيرونه غوره کړي، د سيمه ييز تاوتريخوالي د لا سختېدو مخه ونيسي او په اغيزمنه توګه په منځنی ختیځ کې سوله او ثبات او د خلکو خوندیتوب وساتي. نوموړي زياته کړه، چې هېواد به يې له نړیوالې ټولنې سره د ستونزو د هواري لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.