د امريکې سوداګرۍ وزارت د سپتمبر په ۲۳مې نېټې وړانديز کړی، چې د دغه هېواد پر سړکونو بايد د چيني هاډويرونو او سافټويرونو پر ځيرکو او اټوماټيکو موټرونو بنديز ولګول شي. دغه وړانديز د نړيوالو عامه افکارو له ډېرو شکونو سره مخ شوی او غندلی یې دی.
د چين د موټرو د بازاري معلوماتو اتحاديې سرمنشي څوی دونګ شو خبري رسنيو ته ويلي، چې د ځيرکو او انټرنيټي موټرونو په برخه کې چيني هاډويرونه او سافټويرونه په لويې اندازې توليديږي او له نړيوالو معيارونو سره سمون لري او په ټوله کې د چين د توليد او عرضې ځنځيرونه ډېر ډاډمن او اغېزمن دي. اوسمهال امريکې ته د چين د زياترو صادراتي موټرو هاډويرونه او اړوندې پرزې صادريږي او دغه هېواد ته يې عمده سافټويرونه او اټوماټيک لارښوونکي سيسټمونه په ډېر کم شمېر صادريږي.
کارپوهان د امريکې د سوداګرۍ وزارت ياد بنديز يوه سخته تېروتنه او د سوداګريزو اړيکو د پرېکون د سختوالي اقدام يې بولي او باور ښيي، چې دغه بنديز به د موټرونو نړيوال صنعت ډېر سخت زيانمن او لا زياتو ناڅرګندو امکاناتو سره مخ کړي.
د امريکې حکومت په تېر يو کال کې بيا بيا د چيني موټرونو د صنعت پر ضد اقدامات کړي او په تېرې يوې اوونۍ کې يې د چيني موټرونو د صنعت د پرمختګ د مخنيوي په پار پر چيني برېښنايي موټرونو د ګمرکي مالياتو د زياتوالي پرېکړه کړې ده.
د امريکا يادې کړنې د دې ښکارندويي کوي، چې واشنګټن د چيني موټرونو پر وارداتو او د چيني سيسټمونو او پرزو پر نصبولو د بنديز لګولو له لارې د دغه هېواد د برېښنايي او ځيرکو موټرونو د بشپړ صنعتي ځنځير مخه ونيسي.
د روېټرز په شمول ډېرو لوېديځو رسنيو دا نظر څرګند کړی، چې امريکا غواړي کورني بازار ته د چيني موټرونو د ننوتلو مخه ونيسي، څو خپل موټري صنعت يې د ځیرکو موټرونو د عرضې ځنځير د جوړولو وخت ترلاسه کړي.
شنونکي وايي، امريکې په يادو کړنو خپل شوم نيت ښکاره کړی دی.
د امريکې د کلمبيا پوهنتون د دوامدار پرمختګ مرکز مسئول جافري ساکس خبري رسنيو ته ويلي، چې د امريکې حکومت په ځينو ارتباطي سيسټمونو کې د بد نيت لرونکو سافوټويرونو د نصبولو پلان لري او د خپل سلوک له مخې نورو ته د شک په سترګه ګوي. د نوموړي په وينا، امريکا د دغې کړنې تر شا سياسي نيت لري.
د چين د بهرنيو چارو اکاډمۍ پروفيسور لي های دونګ خبريالانو ته ويلي، چې عادي اقتصادي کړنو ته د ملي امنيت رنګ ورکول له تېرو څو کلونو راهيسې پر چين د بې ځايه تورونو د لګولو او د چين د پرمختګ د مخنوي لپاره د امريکايي سياستوالو يوه عمومي طريقه ده او هم په امريکايانو کې د چين ضد دښمنې رويې د جوړولو وسيله ګرځېدلې ده.
سي اېن اېن د سوداګرۍ وزارت د دغه بنديز د خپرېدو وخت د پام وړ بللی او دليل یې دا وړاندې کړی، چې د دغه هېواد د ټولټاکنو د رارسېدو پر مهال د دوو ګوندونو ترمنځ سيالۍ ورځ تر بلې سختيږي او د چين په اړه د کلکې رويې ښودل د ټولټاکنو د سيالۍ کارت بولي.
حقيتونو دا بيا بيا ثابته کړې، چې د اداري حکم له لارې د صنعتي ځنځير پرېکول يو نه کېدونکی کار دی او په تېره بيا د ځيرکو او برېښنايي موټرونو صنعت د نړيوالو صنعتي ځنځيرونو په ژور پيوستون پورې تړاو لري.
چيني تصديو په دغه صنعت کې د ټېکنالوژۍ او کمو بيو له برترۍ کار اخيستی، چې پدې سره يې د ځيرکو موټرونو پرزې د نړيوالو تصديو ښه انتخابونه ګرځېدلې دي.
د جي اېم(GM)، ټوېټا(TOYOTA) او وي ډبليو(VW) په شمول د موټرونو لويو نړيوالو تصديو څرګنده کړې، چې د چين د ټېکنالوژۍ او پرزو د اغېزو پوره له منځه وړل يو نه کېدوونکی کار دی.
نيويارک ټايمز خبرداری ورکړی، چې د امريکې حکومت بايد د موټرونو د کورني بازار او نړيوال بازار ترمنځ اړيکې پرې نه کړي، که نه، د امريکې موټري صنعت به سخت زيانونه وګوري.
د امريکې مشهور اقتصاد پوه او په اقتصادي چارو کې د حکومت پخواني سلاکار جوسيف ستيګليز د چين او امريکې ترمنځ د اقتصادي کړکېچ په اړه ويلي، چې چين له سوداګريزو مقرراتو څخه سرغړونه نه کوي، خو واشنګټن پر له پسې ستراتيژيکې تېروتنې کوي.
چيني موټرو د صنعت د ټېکنالوژيک نوښت په مټ د بازار مخکښ مقام خپل کړی او امريکا بايد د خپل ليد له مخې ورته ناسم ونه ګوري.