د ملګرو ملتونو د ۷۹مې ملي اسمبلۍ عادي مباحثه د سپتمبر په ۲۴مې نېټې په نيويارک کې د دغه سازمان په مقر کې پرانيستل شوه.
په دغې مباحثې کې به د نړۍ د هېوادونو مشران، حکومتي چارواکي او لوړپوړي استازي د جغرافيايي شخړو د سختېدو د مخنيوي، د تلپاتي پرمختګ د پياوړتيا او د نړیوالو ننګونو د هواري په اړه دريځونه څرګند کړي او اړوند پلانونه به وړاندې کړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيوګوټرېش د يادې مباحثې پرانيستونکو مراسمو ته په وينا کې ويلي، چې اوسمهال نړۍ له ډېرو ننګونو سره مخامخ ده، جغرافيايي سياسي توپيرونه پکې په زياتېدو او سخت جنګونه لا هم پکې روان دي او اټومي وسلو او نورو نويو وسلو پرې ناوړې اغېزې کړې دي.
نوموړي په خپلو خبرو کې اقليمي بدلون ته هم اشاره کړې او د نړۍ تودوخه یې د لوړېدو په حال کې بللې ده.
ګوټرېش ويلي، د اوکراين کړکېچ د پراخېدو په حال کې دی او د غزې تړانګې جنګي اور ښايي ټوله سيمه بدله کړي او پر نړيوالې ټولنې يې غږ کړی، چې څو اړخيزم پياوړی کړي او د ملګرو ملتونو امنيت شورا او د نړۍ پولي سیسټم کې اصلاحات راولي.