محمد اورانګزېب: د پاکستان تصدۍ دې د سیپيک په جوړونې کې برخه واخلي
CGTN2024/09/25 11:14:28
شريکول:

د پاکستان ماليې وزير محمد اورانګزېب د سپتمبر په ۲۴مې نېټې ويلي، چې د چين او پاکستان اقتصادي دهليز يا سيپيک د انرژۍ او بنسټيزو تأسيساتو په برخو کې ډېرې لاسته راوړنې لري.

نوموړي د پاکستان له خصوصي تصديو غوښتي، چې د دغه دهليز په ګډې جوړونې کې فعال ګډون وکړي.

د پاکستان سيمه ييز اقتصادي فورم په همدې ورځ د دغه هېواد د پنجاب ایالت په مرکز لاهور کې ترسره شو .

محمد اورانګزېب ياد فورم کې انلاين ګډون او وينا کړې او د پاکستان اقتصاد يې په ثبات کې بللی دی.

نوموړي ويلي، په پاکستان کې بهرنۍ پانګونه زياته شوې او د پسو پړسوب پکېکم شوی دی او په خبره یې، د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز د باکيفيته ګډې جوړونې لپاره يې ښه بنسټ برابر کړی دی.

په پاکستان کې د چين سفير جيانګ جای دونګ ياد فورم ته ويلي، چې هېواد به يې له پاکستان سره خپلمنځي همکارۍ نورې هم ټينګې کړي، څو پاکستان تلپاتې پرمختګ ومومي..

نوموړي هيله ښودلې،‌ چې پاکستان د تصدیو لپاره يو خوندي او ګټور سوداګريز چاپېريال برابر کړي.