اسرائيل په لبنان کې د ځمکنیو عملیاتو لپاره تیاری نیسي
CMG2024/09/26 14:18:50
شريکول:

اسرائيلي ځواکونو په دې وروستیو کې پر لبنان پراخ بریدونه کړي، چې له امله یې زرګونو خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د اسرائیل لوړ پوړو پوځي چارواکو د سپتمبر په ۲۵مې نېټې رسنيو ته ويلي، چې په لبنان کې به یې هوایي بریدونه پای ونه مومي او ځواکونه يې په دغه هېواد کې د ځمکنیو عملیاتو لپاره چمتوالی نیسي.

د اسرائيلي پوځ لوی درستيز هرزي هالوي له هغه پوځي ټولي څخه ليدنه کړې، چې پر لبنان د ځمکنيو بریدونو پیلولو ته تياری نيسي او په تمرينونو بوخت دي.

نوموړي ويلي، هوايي ځواکونه به یې په لبنان کې بريدونو ته دوام ورکړي او په دغه هېواد کې دننه د ځمکنيو عملياتو لپاره به هم پوره چمتوالی ونيسي.

 

اسرائیلي رسنیو ويلي، اسرائیلي حکومت اوسمهال د لبنان له حزب الله سره د اوربند پر خبرو باور نه لري.