چين له ۱۹۴۹م کال راهيسې په ځانګړې توګه خپل مسير تعقيبوي. که څه هم لويديځ لا د چين د ځانګړي سيسټم له منلو سره مبارزه کوي او هڅه کوي چې د اروپا محوره عينکو له ښیښو په نړۍ کې ډيموکراسي وسنجوي خو د چين ولسي جمهوريت د سياسي او اقتصادي پراختيا بريالی مسير چمتو کړی دی. بحث پر يوه سيستم د بل سيستم د غوره توب نه دی، بلکې بحث دا دی چې ايا لويديځ د سياسي سيستم د ټاکلو لپاره د چين حق ته درناوی کولی شي او که نه؟
د نورو سياسي سيستمونو ته د درناوي نشتون تر ډيره له اروپامحورۍ څخه سرچينه اخلي. لويديځ کارپوهان او پاليسي جوړوونکي غير غربي سياسي سيستمونه پرته له دې چې د هغو تاريخي، کلتوري او ټولنيزو جوانبو ته پام وکړي، د غير مشروع یا ناکاره سيستمونو په توګه نقد کوي. نوموتی چينايي تاريخپوه جان کېنګ فېربېنک وايي چې د چين پر تاريخ چينايان تر ټولو ښه پوهيږي، کټ مټ لکه د لويديځ پر تاريخ چې لويديځوال تر ټولو ښه پوهيږي. دغه متفاوت ليدلوري ډير کله د ناسم پوهاوي سبب کيږي.
د چين لويديځوال تفسير، لکه څرنګه چې پال کوهن په خپل کتاب (په چين کې د تاريخ اکتشاف) کې څرګنده کړې له اروپامحوري نړيوال ليد سره د تطبيق وړ نه دی. دغه ليد چين له (پرايا) سره تشبيه کړی چې د تمدن په اړه د لویديځ له مفکورې سره انطباق نه مني. د نيپال د تريبووان پوهنتون د مرستيال پروفيسور مين پون په څېر علماوو ادعا کړې چې لويديځو پوهانو د شرق مفهوم د دې لپاره رامنځته کړی چې ختيځ کې مېشت ملتونه غير متمدن وښيي او په دې توګه د مدنيت د پراخولو په پلمه د لويديځ استعماري لاسوهنو ته زمينه برابره شي. د دغه استعماري ذهنيت پاتې شوني لا هم په لويديځو رسنيو کې د چين د سياسي سيسټم اړوند بحثونو کې له ورايه ښکاري.
په لويديځو رواياتو کې ډير کله د لېبرال ډيموکراسۍ د برترۍ بحثونه او ادعا کېږي چې فردي ازادي د سياسي سيستمونو د برياليتوب حقيقي معيار دی. خو دغه ادعا بيا دغه حقيقت نقض کوي چې هره ټولنه جلا کلتورونه او د حکومتولۍ لپاره جلا لومړيتوبونه لري. د چين ډيموکراسۍ د هېواد په ځانګړي کلتور، تاريخ او ټولنه کې رېښې ځغلولې دي. دغه ډيموکراسي پر ټولنيز نظم، جمعي ښېګڼې او هغو ارزښتونو ټينګار کوي چې د چيني فلسفې له ژورو سرچينه اخلي.
د چين سياسي سیستم ته د درناوي د نشتون لامل د يوې بلې لویې ستونزې نښه هم ده چې د غيرلويديځو کلتورونو په تړاو د لویديځوالو د فکر ډول بيانوي. لوېديځې رسنۍ مستقيم او انفرادي بيان ته د مثبتې نړيوالې ځانګړنې په نظر ګوري، خو دا حقيقت له پامه غورځوي چې ډيری غير لويديځ کلتورونه په اړيکو کې شرافت، درناوي او ټولنيز نظم ته لومړیتوب ورکوي. دغه کلتوري توپيرونه اوس د سياسي بحثونو برخه ګرځيدلي دي.
کله چې د ډيموکراسۍ بحث مطرح کيږي نو پر دې پوهېدل اړين دي چې مختلف سياسي سيستمونه له مختلفو کلتوري او تاريخي ارزښتونو جوړ شوي دي. د چين د خلکو ډيموکراسي د هغوی د دودونو انعکاس دی چې پر اوږدمهالي ثبات، ټولنيز نظم او ټولنيز پرمختګ ټينګار کوي. په داسې حال کې چې لويديځه ډيموکراسي به ښايي فردي حقونو او لنډمهالو سياسي دورو ته لومړيتوب ورکوي، د چيني ډيموکراسۍ موخه بيا تدريجي او پايدار انکشاف دی. دغه توپيرونه پر يوه سيستم د بل هغه د برترۍ سبب نه کيږي، بلکې متقابل درناوي او پوهاوي ته اړتيا را برسېره کوي.
د چين پر سياسي سيستم د نيوکو پر مهال دا حقيقت هم له پامه غورځول کيږي چې ډيری چينايان له خپل حکومت څخه راضي دي. نظرپوښتنې او څېړنې په دوامداره توګه ثابتوي چې د چين سياسي سيستم د خپلو خلکو تر کلک ملاتړ لاندې دی او دليل یې د دغه هېواد چټکه اقتصادي وده او د خلکو د ژوندانه د کچې لوړېدل ښودل کيږي.
چيني پوهان ډير کله استدلال کوي چې د لويديځې بڼې ټاکنې، چې پر ټکر او وېش ټينګار کوي، د چيني ټولنې لپاره مناسبې نه دي. دوی وايي چې په چيني ټولنه کې ټولنيز نظام د خورا ډير ارزښت وړ دی او دوامداره ټاکنيز کمپاينونه د ټولنيز نظم پر زيان دي. په لويديځ کې ټاکنې مخالفې ګټې يو د بل پر وړاندې دروي، په داسې حال کې چې چيني حکومت د اجماع پر رامنځته کولو او جمعي پرېکړو تمرکز لري.
لوېديځ سياستوال ډير کله ويشونکي مسايل مطرح کوي څو پر مټ یې رايې ترلاسه کړي. په چيني کلتور کې دغه ډول رويه خودخواهي او زيانمنوونکې چاره ګڼل کيږي.
د چين سياسي سيستم هم د نورو سيستمونو په څېر له ننګونو خالي نه دی. پر دې پوهېدنه اړينه ده چې په چين کې سياسي سيستم په دوامداره توګه د ټولنې له اړتياوو سره عياريږي. لکه څرنګه چې لويديځوالې ډيموکراسۍ د وخت په تېرېدو سره انکشاف موندلی، د چين د خلکو ډيموکراسۍ هم د وخت په تېرېدو سره وده کړې ده. دغه هېواد په وروستيو لسيزو کې ډير بدلونونه راوستي او سياسي سيستم یې د وخت او ټولنې له غوښتنو سره برابر شوی دی.
لوېديځ بايد د سياسي سيستم د ټاکلو په تړاو د چين حق ومني. لوېديځ د دې پر ځای چې پر نورې نړۍ خپل ارزښتونه او شرايط ومني، بايد له چين سره د چين پر شرايطو مخکې ولاړ شي. استراليايي عالم کولين مکېراس ښه ويلي چې د چين له پامه غورځول په لوړه بيه تماميږي.
د چين د خلکو ډيموکراسي د حکومتولۍ مشروع او بريالۍ بڼه ده چې د دغه هېواد تاريخي او کلتوري ځانګړتياوې منعکسوي. لويديځ باید له خپل استعماري ذهنيت څخه راووځي او د حکومتولۍ د بڼې د ټاکلو او ارزښتونو په تړاو د چين حق ته درناوی زده کړي.