سي سي ټي وي د سپتمبر په ۲۵مې نېټې د امريکا د يوه چارواکي په قول خبر ورکړی، چې هېواد يې پلان لري، له اوکراين سره د ۸ ميليارډو ډالرو په ارزښت نظامي مرسته وکړي.
ټاکل شوې، د اوکراين ولسمشر ولاديمير زیلينسکي به روانه مياشت له امريکا څخه ليدنه وکړي او واشنګټن به د نوموړي د سفر په ترڅ کې ياده نظامي مرسته اعلان کړي، چې پدې سره به يې د ۲۰۲۲م کال له فبرورۍ راهیسې له اوکراين سره پوځي مرسته له ۵۶ ميليارډو او ۲۰۰ ميليونو ډالرو څخه زیاته شي.