وانګ يي: د بشري حقونو په مسايلو کې د امريکا لاسوهنه د منلو نه ده
CMG2024/09/26 15:15:03
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له عالي کمېشنر او د زياتو هېوادونو له بهرنيو چارو وزيرانو سره کتلي دي.

نوموړي ويلي، امريکا او څو نورو هیوادونو د سپتمبر په ۲۴مې نېټې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په غونډې کې د شينجيانګ مسئله د چين د بشري حقونو پر وضعيت د بدنامۍ په پار کارولې ده.

وانګ يي ويلي، د اسلامي هېوادونو په ګډون څه دپاسه ۸۰ هېوادونو د چين په ملاتړ ګډه اعلاميه خپره کړې او څه دپاسه ۲۰ نورو هېوادونو په بېلا بېلو لارو د چين له عادلانه دريځ څخه ملاتړ څرګند کړی دی.

دغو ټولو هېوادونو د بشري حقونو په پلمه د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې له لاسوهنې سره کلک مخالفت  ښودلی دی.

د څه باندې سلو هېوادونو ګډ غږ د دې ښکارندويي کوي، چې د نورو هېوادونو په چارو کې د امريکا په ګډون د څو هیوادونو سیاسي لاسوهنې د زياتو هېوادونو له مخالفت سره مخ دي.

نوموړي ويلي، د چين دروازه د نړۍ پر مخ پرانيستې ده او د ټولو  دوستانو هرکلی کوي، چې له هېواده یې ليدنه وکړي.

نوموړي زياته کړې، دروغ او افواه اخر هم بربنډيږي او د چين پر وړاندې توهين او سپکاوی د منلو وړ نه دی.