چين ميډيا ګروپ د روسیې په پلازمېنې مسکو کې د چين د ولسي جمهوريت د
جوړېدو ۷۵م کليزه لمانځلې او په وياړ يې د (( زما د چين کېسه)) په عنوان
ځانګړی فعاليت ترسره کړی دی.
دغه ځانګړي فعاليت ته د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د مطبوعاتي څانګې مرستيال وزير او د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ ويډيويي وينا کړې ده.
په دغه فعاليت کې په روسیې کې د چين مختار وزير جانګ وې او د روسیې د فدرالي کمېټې د نړيوالو چارو کمېسيون د لومړي مرستيال رئيس جينيسوف په شمول څه باندې سلو ميلمنو ګډون کړی و.