په چين کې د 5G بېس سټېشنونو شمېر له ۴ميليونو واوښت
CMG2024/09/26 14:58:15
شريکول:

د چين د صنعت او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت يو لړ شمېرې ښيي، چې د روان کال د اګست تر پايه په دغه هېواد کې د پنځه جي (5G) بېس سټېشنونو عمومي شمېر ۴ ميليونو او  ۴۲زرو ته رسېدلی دی.

اوسمهال د چين په ټولو ښارونو کې کيلوميګا انټرنېټ، په ټولو ښارګوټو او علاقه داريو کې يې پنځه جي انټرنېټ او په ټولو کليو کې یې براډبېنډ انټرنېټ کارول کيږي.

د ياد وزارت يوه چارواکي رسنيو ته ويلي، چې چين به د انټرنېټ د بنسټيزو تاسيساتو ابادي دوامداره پياوړې او د پنځه جي د کارولو پيمانه به پکې پراخه کړي، څو ټولنيزو چارو او د خلکو ژوند ته اسانتياوې برابرې کړي.