د ايران مذهبي مشر علي خامنه يي د سپتمبر په ۲۵مې نېټې يوې غونډې ته ويلي، چې په وروستيو کې د لبنان د حزب الله لوړ پوړي قومندانان د اسرائيلي ځواکونو په بريدونو کې وژل شوي، خو دغه سازمان لا هم پياوړي غړي او جنګي توان لري.
نوموړي ويلي، حزب الله به د اسرائيلي ځواکونو د بريدونو له امله شا تګ ونه کړي.
علي خامنه يي د امريکا هغه خبرې چې ګواکې پر لبنان د اسرائيل د لويې پيمانې د بريدونو پلان کې لاس نه لري، رد کړې دي.
نوموړي ويلي، امريکا د فلسطين او اسرائيل د تاوتريخوالي او د لبنان او اسرائيل د شخړو تر شا ولاړه ده او له دومدار اړ دوړ او شخړو څخه يې ګټې پورته کوي.