شي جين پينګ د پوعر قوم اوسېدونکو ته ځوابي پيغام واستاوه
CMG2024/09/26 15:00:16
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پينګ د دغه هېواد د پوعر قوم د هغو استازو اولادونو ته ځوابي پيغام لېږلی، چې په ۱۹۵۱م کال کې يې د يون نان ولایت په پوعر سيمې کې د هېواد د ابادۍ په پار د يووالي لوړه کړې وه.

شي جين پينګ په دغه پيغام کې د پوعر قوم د يادو استازو اولادونه هڅولي، چې د خپلو پلارونو او نيکونو غوره روحيه او صفتونه زده کړي او د قومي يووالي د ساتلو لپاره نسل په نسل هڅو ته دوام ورکړي .

په ۱۹۵۰م کال کې د چين د يون نان ولايت د پوعر ځانګړې سيمې د بېلا بېلو قومونو استازو په بېجينګ کې د نوي چين يا د چين ولسي جمهوریت د جوړېدو د لومړۍ کليزې په لمانځغونډې کې ګډون وکړ او د نوي چين له رهبر ماو ځه دونګ او نورو دولتي مشرانو سره يې وليدل.

د پوعر ځانګړې سيمې د بېلا بېلو قومونو اوسيدونکو د ۱۹۵۱م کال د جنورۍ په لومړۍ نېټې يوه غونډه ترسره کړه او استازو يې پکې لوړه وکړه، چې پر یووالي به ټينګار لري او د چين د کمونېست ګوند تر لارښوونې لاندې به د ملي مساواتو، ازادۍ او نيکمرغۍ لپاره به هلې ځلې کوي.