چين يو بین البراعظمي بالستيک توغندی وازمایه
CGTN2024/09/26 14:35:26
شريکول:

د چين د ملي ازادۍ بښونکي پوځ راکټي ځواک د سپتمبر په ۲۵مې نېټې د سهار په ۸ بجو او ۴۴ دقيقو ارام سمندر ته يو بین البراعظمي بالستيک توغندی توغولی دی.

د معلوماتو له مخې، چين ياد توغندی د خپلو پوځي تمریناتو پر مهال توغولی، څو د خپلو وسلو او ځواکونو وړتياوې څرګندې او وڅاري.

د چين د ملي دفاع وزارت وياند جانګ شياو ګانګ رسنيو ته ويلي، چې دغه توغندی یې د کوم هېواد د ويشتلو او يا ډارولو په موخه نه دی توغولی.