د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو د سپتمبر په ۲۶مې نېټې د عمومي منشي شي جين پينګ په مشرۍ د اوسني اقتصادي وضعيت او د راتلونکو اقتصادي چارو په اړه غونډه کړې ده.
په غونډې کې ويل شوي، چې د چين اقتصاد ټينګ بنسټونه، پراخ بازارونه، قوي انعطاف او ستر ظرفیت لري او مرکزي حکومت به مهم اقتصادي ټکي په پام کې ونیسي، اقتصادي پالیسۍ به طرحه کړي، د اوسنيو تګلارو اغېزه به ښه کړي او د اقتصادي او ټولنیزو انکشافي اهدافو د بشپړولو لپاره به هڅې وکړي.