کولالي يو پخوانی صنعت او هنر دی، چې اوږده مخينه لري او د کلتور د ژوندي ساتلو ترڅنګ د روزګار يوه وسیله هم ده.
په ننني وخت کې د کولالۍ چارې تتې او کمرنګې شوي، خو بیا هم ځينو سیمو کې يې کارونه غوړيدلي دي.
زمونږ همکار د کابل استالف ولسوالۍ کې د کولالانو کلي ته ورغلی او د لوښو پر جوړونې يې دا ويډيويي راپور چمتو کړی دی.