چين له جنوبي سمندرګي څخه د بېړيو او الوتکو د تېرېدو په تړاو راپور خپور کړی
CMG2024/09/27 15:24:49
شريکول:

د چين د جنوبي سمندرګي د ستراتيژيکو حالاتو د معلومولو فکري ارګان د سپتمبر په ۲۷مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې له یادې سيمې څخه د بېړيو او الوتکو د تېرېدو د حالاتو په تړاو راپور خپور کړی دی.

راپور کې ويل شوي، جنوبي سمندرګی د نړۍ تر ټولو سمسوره، بوخته او پرانېستې سيمه ده او د چين او د جنوب ختيځې اسيا په چټک اقتصادي پرمختګ کې يې رول لوبولی دی.

جنوبي سمندرګی او شاوخوا سيمې ورځ تر بلې سمسورې کېږي او پر دغې سیمې هره ورځ زرګونه بېړۍ او الوتکې تګ راتګ کوي.

راپور وايي، جنوبي سمندرګی د سیمې او نړۍ د اقتصادي پرمختګ او سمسورتيا لپاره د شريانونو په څېر رول لوبوي.