د ۲۰۲۴ م کال د توليدي صنعت په نړيوال کنوانسیون کې د ۷۱۸ پروژو تړونونه لاسلیک شوي
CMG2024/09/27 15:21:43
شريکول:

د ۲۰۲۴م کال د توليدي صنعت د نړيوال کنوانسیون د لاسته راوړنو په تړاو مطبوعاتي غونډه د سپتمبر په ۲۶مې نېټې ترسره شوه.

په دغې مطبوعاتي غونډې کې خبر ورکړل شوی، چې د توليدي صنعت د سږني نړیوال کنوانسيون پر مهال د ۷۱۸ پروژو همکاريز تړونونه لاسليک شوي او عمومي پانګونه يې ۳۶۹ ميليارډو او ۲۰۰ ميليونو يوانو ته رسېدلې ده.

په دغو تړونونو کې د توليدي چارو ۶۷۹ پروژې شاملې دي او عمومي پانګونه يې ۳۲۷ ميليارډه او ۳۰۰ ميليونه يوانه ښودل شوې، چې شمېر او پانګه يې په جلا جلا توګه د ټولو پروژو په عمومي شمېر او پانګې کې ۹۵ او ۸۹ سلنه نيسي.

په دغه کنوانسيون کې د نوي چين يا د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو له ۷۵ کلونو راهيسې د دغه هېواد د توليدي صنعت د پراختيا لاسته راوړنې او د نړۍ نوي توليدات او تخنيکونه ښودل شوي دي.

په دغه کنواسيون کې ۴۱ هېوادونو او سيمو ګډون درلود، چې دغه شمېر او د بهرنیو ګډونوالو شمېر د تېرو کنوانسيونونو په پرتله زيات دی.

د  دغه کنواسيون پرمهال يو نندارتون هم ترسره شوی، چې په ۵۰۰ متره مربع پراخوالي کې یې نړيوالې غرفې لګېدلې وې او د ۱۱ هېوادونو ۳۱ مشهورو تصديو پکې خپلو نندارځيو کې ۶۳۱ قلمه توليدات نندارې ته وړاندې کړي وو.