د لبنان حزب الله د سپتمبر د ۲۷مې نېټې په سهار په يوې اعلاميې کې ويلي، چې قوماندان محمد حسين سلور تېره ورځ د لبنان د پلازمېنې بيروت پر جنوب د اسرائيلي ځواکونو په بريد کې وژل شوی دی.
د لبنان ملي اژانس خبر ورکړی، چې اسرائيلي جنګي الوتکو د روانې مياشتې په ۲۶مې نېټې د بيروت په جنوب کې پر يوې ودانۍ درې توغندي ويشتلي دي.
د لبنان عامې روغتيا وزارت ویلي، چې په دغه هوايي بريد کې دوه کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان شوي دي.