وانګ يي”له پرمختیايي هېوادونو څخه د نړیوال پرمختګ نوښت ملاتړ“ فعاليت کې ګډون وکړ
CMG2024/09/27 14:38:40
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او  بهرنيو چارو وزير وانګ يي د سپتمبر په ۲۵مې نېټې په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې”له نړيوال سويل يا پرمختيايي هېوادونو څخه د نړیوال پرمختګ نوښت ملاتړ“ په عنوان فعاليت کې ګډون او وينا کړې ده.

په دغه فعالیت کې د ملګرو ملتونو د ۷۹مې عمومي اسمبلۍ مشر فيليمون يانګ، مرستيال سرمنشي لي جون هوا او د لاوس، کمبوډیا، ایتوپیا، برونډي، یوګانډا، بورکینافاسو، دومینیکا او کیوبا په شمول د څه باندې ۲۰ هېوادونو وزیرانو هم  ګډون کړی و.

وانګ يي غونډې ته په وينا کې ويلي، چين به د نړيوال پرمختګ د نوښت په پار له ټولو خواوو سره همکارۍ ژورې کړي، د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د پرمختګ اجنډا د پلې کولو بهير به ګړندی کړي او د عصري کېدو پايلې به یې د نړۍ هر وګړي ته ګټې ورسوي.