د امريکا ولسمشر جو بايډن د سپتمبر په ۲۶مې نېټې په سپينې ماڼۍ کې د اوکراين له ولسمشر ولاديمير زيلينسکي سره ليدلي او له کيف څخه د واشنګټن د ملاتړ په اړه يې ورسره خبرې کړې دي.
جو بایډن له نوموړي سره په خبرو کې له اوکراین سره د امنیتي مرستو د زیاتولو پرېکړه کړې ده.
زیلینسکي خپل امريکايي سیال ته د جګړې په ډګر کې د بري پلان وړاندې کړی دی.