شي جين پينګ د چين مخکښ صنعتي شرکت د کارګرانو استازو ته پيغام ولېږه
CMG2024/09/28 15:37:05
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو کې د چين د لومړني درانه صنعت نومي شرکت د کارګرانو استازو ته ځوابي پيغام ولېږه او هغوی يې خپلو چارو ته لا وهڅول. 

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې توليدي چارې د يوه هېواد بنسټ او د پياوړتيا اصل دی. هیله لرم چې تاسو به په نوې زمانه کې د نمونوي کارګرانو روحیه پرمخ وړئ، خپلو مهارتونو ته به وده ورکړئ او د یو پياوړي تولیدي هېواد د جوړولو او د چین په شمال ختیځ کې د هراړخیزې احیا لپاره به خپل خدمتونه وکړی.