وانګ يي د امريکا د بهرنيو چارو له وزير انتوني بلېنکن سره وکتل
CMG2024/09/28 11:10:19
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د سپتمبر په ۲۷مه نېټه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې په ترڅ کې د امريکا د بهرنيو چارو له وزير انتوني بلېنکن سره وکتل.

وانګ يي په خپلو خبرو کې ويلي، د چين او امريکا تر منځ د اړيکو ټينګېدل د دواړو هېوادونو د خلکو له ګټو سره سمون خوري او د نړيوالې ټولنې له هيلې سره هم سمون خوري. که امريکا په حقيقت کې د تايوان تنګي سوله او ثبات غواړي، نو بايد د يو چين پېژندنې پر اصول او د دواړو هېوادونو پر درېیو ګډو اعلاميو ټينګار وکړي. چين په دې اړه ټينګ مخالفت کوي چې امريکا پر چيني تصديو فشار اچوي.

وانګ يي د جنوبي سمندر مسئلې په اړه د چين دريځ بيان کړ او د خبرو اترو او مشورو له لارې د اړوندو هېوادونو تر منځ د اختلافونو پر حل وفصل یې ټينګار کړی دی.

دواړو خواوو موافقه وکړه چې د لویو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه د خبرو اترو او ډيالوګ جاري وساتي او په راتلونکي کې به د اسیا او ارام سمندر سیمې د چارو په اړه د چين او امريکا تر منځ سلا مشورې تر سره کړي.