د لبنان ملي اژانس د سپتمبر په ۲۸مه نېټه خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د پلازمېنې بيروت په جنوبي ورڅېرمه سیمه کې د همدې ورځې په سهاروختي د اسرائيلي ځواکونو لخوا هوايي بريدونه وشول.
اسرائيلي ځواکونو په دوو ساعتونو کې د بيروت پر جنوبي ورڅېرمې سیمې لږ تر لږه ۱۵ ځلې هوايي بريدونه کړي دي او هوايي بريدونه لا هم داوم لري.
اسرائيلي ځواکونو د روانې مياشتې د ۲۷مې نېټې په شپه په دې سیمه يو لړ هوايي بريدونه کړي، چې له امله يې ۶ کسان مړه شوي او ۹۱ تنه نور ټپيان شوي دي.