د سوډان د شمال دارفور ایالت د روغتیا څانګې چارواکو د سپتمبر په ۲۷مه وویل چې د دغه ایالت د الفاشر په یوه بازار کې په همدې ورځ د توغندي برید له امله یې ۸ تنه وژل شوي او ۹۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
د سوډان د شمال دارفور ایالت د روغتیا څانګې مشر وویل، د سوډان چټک ملاتړ ځواک په هغه ورځ په الفاشر کې د څارویو په بازار په عمدي توګه توغندي وتوغول، چې مرګ ژوبله یې رامنځته کړه. د پېښې پر مهال په دې بازار کې ګڼ شمېر ښاریان د پېرودلو په حال کې و. د سوډان د چتک ملاتړ ځواک تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.