وانګ يي له انتونيو ګوتريش سره وکتل
CMG2024/09/29 10:15:12
شريکول:

د چين خارجه وزير وانګ يي پر ځايي وخت د سپتمبر په ۲۷مه نېټه په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې د دغه نړيوال سازمان له سرمنشي انتونيو ګوتريش سره وکتل.

وانګ يي د کتنې په ترڅ کې ويلي، چين غواړي له ملګرو ملتونو سره خپلې همکارۍ زياتې کړي څو په ګډه د نړۍ د سولې او پرمختګ چارې پرمخ بوزي، د راتلونکي په اړه کړو ژمنو او هيلو ته د عمل جامې واچوي او د انسانانو لا ښکلې اينده اباده کړي.

هغه څرګنده کړه، د ملګرو ملتونو صلاحيت او مرکزي رول بايد د نړيوال حالت په لا پيچليتوب او د نړيوالو ننګونو په سختوالي سره لا پسې پياوړې شي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ مفکوره او درې نړيوال وړانديزونه وړاندې کړي چې موخه يې د ملګرو ملتونو په محور نړيوال نظم او د ملګرو ملتونو د منشور او اصولو پر بنسټ د نړيوالو اړيکو بنسټيز قانون وساتل شي. د ده په خبره، چيني لوری به تر وسې پورې د ملګرو ملتونو ملاتړ وکړي.

انتونيو ګوتريش له اوږدې مودې راهيسې له ملګرو ملتونو څخه د ملاتړ ، په ځانګړي توګه د راتلونکې په نوم د سرمشريزې لپاره د زياتو کارونو له امله د چين مننه وکړه. هغه وويل، اوسنۍ نړۍ د تجزيه غوښتنې له خطر سره مخامخ ده. مختلفې خواوې بايد له ځان غوښتنې سره مخالفت وکړي. ملګري ملتونه به له رنګا رنګو نړيوالو ننګونو سره سره د سولې او پرمختګ لپاره تر وسې پورې کارونه وکړي. هغه هيله او باور ښودلی چې چين په دوامدره توګه مهم رول ولوبوي.