د لبنان د عامې روغتيا وزارت د سپتمبر په ۲۸مه نېټه خبر ورکړ، اسرائيل په همدې ورځ د دغه هېواد پر څو سيمو بريدونه کړي چې له امله يې ۳۳ تنه وژلي او ۱۹۵ تنه ټپيان دي.
د لبنان يوې پوځي سرچينې ويلي، د اسرائيل جنګي او بې پیلوټه الوتکو د همدې ورځې په ماسپښين کابو ۹۰ هوايي بريدونه کړي چې موخې يې د لبنان په جنوبي برخه کې ۴۵ کلي او ښارګوټي وو.
بر سېره پر دې، اسرائيلي ځواکونو د همدې ورځې په سهار وختي د لبنان د پلازمېنې بېروت جنوب ته ورڅېرمه د څو ساعتونو لپاره هم سخت هوايي بريدونه کړي دي.