د عراق خارجه وزارت د سپتمبر په ۲۸مه نېټه په يوې اعلاميې کې ويلي، حکومت يې له امريکايي لوري سره تړون لاسليک کړ چې له مخې به يې په راتلونکو ۱۲ مياشتو کې يانې د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر له پای مخکې په دغه هېواد کې د امريکا په مشرۍ د نړيوالو ائتلافي ځواکونو پوځي عمليات پای ته ورسېږي.
د دغې اعلاميې له مخې، د عراق او نړيوال ائتلاف اړيکې د دوه اړخيزو امنيتي چارو پز بنسټ تنظيمې شي څو د داعش پر وسله والو به دوامدار فشارونه واچول شي.
برسېره پر دې، د يادو دوو هېوادونو چارواکو لخوا جوړه شوې د لوړې کچې پوځي کمېټه به د اړوندو موخو د پوره کولو تشريفات، مهال ويش او ميکانيزمونه وټاکي او په انتقالي مهال کې به په عراق کې د نړيوال ائتلاف د ميشتو سلاکارانو امنيت خوندي وساتي.