شي جين پينګ: چينايان به هېڅکله هغه بهرني دوستان هير نه کړي چې د چين پرمختګ لپاره يې مهم خدمتونه تر سره کړي دي.
CMG2024/09/29 11:38:58
شريکول:

د چين ولسي جمهوريت د ملي مډالونو او نښانونو د ورکولو مراسم د سپتمبر د ۲۹مې نېټې په سهار د پلازمېنې بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې تر سره شول. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې مشر شي جين پينګ يادو مراسمو ته مهمه وينا کړې ده.

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ، په نړۍ کې زموږ ډېر وفادار او دايمي دوستان شته چې تل يې له چينايانو سره پر يوې لارې ګامونه پورته کړي دي. مېرمن ديلما روسېف د چينايانو له يادو بهرنيو دوستانو څخه يوه وتلې استازې ده.

د ده په خبره، چينايان به هېڅکله هغه بهرني دوستان هير نه کړي چې د چين د پرمختګ او له مختلفو هېوادونو سره د چين د دوستۍ لپاره يې وتلي خدمتونه کړي دي. چينايان به د مختلفو هېوادونو له خلکو سره لاسونه يو کړي، د نړۍ د سولې او ګډ پرمختګ، د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې او د انسانانو د لا ښکلې ايندې د ابادۍ په پار به ګډ کوښښونه وکړي.