نړيوالې ټولنې د لبنان پر ضد د اسرائيل د پوځي عملياتو غندنه وکړه
CMG2024/09/29 10:51:16
شريکول:

اسرائيل له تېرو څو ورځو راهيسې پر لبنان سخت هوايي بريدونه کړي او د حزب الله عمومي منشي حسن نصرالله يې وژلی چې د نړيوالې ټولنې د حيرانتيا سبب ګرځېدلی دی. د ايران، عراق، ترکيې او روسيې په شمول څو هېوادونو په جلا جلا توګه د اسرائيل ياد پوځي عملیات غندلي دي.

د ايران ولسمشرۍ ماڼۍ د سپتمبر په ۲۸مه نېټه په يوه اعلاميه کې ويلي، ولسمشر مسعود پزشکيان د حزب الله د عمومي منشي حسن نصرالله په شمول د څو تنو پر وژل کېدو خواشيني څرګنده کړې او ويلي يې دي، نړيواله ټولنه به د تل لپاره په ياد ولري چې د دغه بريد امر له نيويارک څخه راغلی دی.

د عراق صدراعظم د رسنيزو چارو دفتر په ۲۸مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره څرګنده کړه، پر حسن نصرالله د اسرائيل بريد له ټولو سرو کرښو څخه تېردی چې سيمې ثبات او د مختلفو هېوادونو د عامو وګړيو امنيت له پامه غورځېدلی او سيمه ييز حالت يې ترينګلی کړی دی. عراق يو ځل بيا پر نړيوالې ټولنې غږ وکړ چې پر غزې او لبنان د اسرائيل د تېري کوونکو کړنو مخنيوی دې وکړي.

د فرانسې صدراعظم ميشل بارنير په همدې ورځ د لبنان حالت خورا سخت بللی او په دغه هېواد کې يې د مېشتو فرانسويانو پر امنيت اندېښنه څرګنده کړه. د ده په خبره فرانسه به د منځني ختيځ حالت ته نږدې پام وکړي.