شي جين پينګ: موږ بايد د اتلانو په نمونې د هېواد د سمسورتيا لپاره ګډې هڅې وکړو
CMG2024/09/29 11:25:38
شريکول:

د چين ولسي جمهوريت د ملي مډالونو او نښانونو د ورکولو مراسم د سپتمبر د ۲۹مې نېټې په سهار د پلازمېنې بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې تر سره شول. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې مشر شي جين پينګ يادو مراسمو ته مهمه وينا وکړه.

شي جين پينګ ويلي، اوس مو هېواد د چيني شکله عصريتوب په يوه مهمه مرحله کې دی. د ګوند ټول غړي او د مختلفو قومونو وطنوال بايد د اتلانو په نمونې په يو موټي او نه ستومانه کېدونکو کوښښونو سره د هېواد د پرمختګ او سمسورتيا په پار خپل خدمتونه وکړي.

هغه دا هم وويل، هر تن بايد د هېواد سمسورتيا خپله اراده وبولي، د هېواد د قويتوب لپاره دې د پوهو او مهارتونو زده کړې وکړي او په همدې پار دې نه ستومانه کېدونکي کوښښونه وکړي.