وانګ يي د تايوان مسئله کې د چين دريځ بيان کړ
CMG2024/09/29 15:46:57
شريکول:

د چين خارجه وزير وانګ يي پر ځايي وخت د سپتمبر په ۲۸مه نېټه په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې د دغه نړيوال سازمان د ۷۹مې عمومي اسمبلۍ په عادي بحث کې د تايوان په مسئله کې د چين دريځ بيان کړی دی.

هغه ويلي، تايوان د چين خاورو يوه نه بېلېدونکې برخه ده چې دا تاريخي او اوسني حقيقتونه هم دي. د ملګرو ملتونو په ۲۶مه عمومي اسمبلۍ کې د رايو په مطلق اکثريت ۲۷۵۸م پرېکړه ليک تصويب شوی چې له مخې يې په دغه نړيوال سازمان کې د چين ولسي جمهوريت ټول قانوني حقونه اعاده شوي، د چين ولسي جمهوري حکومت په دغه نړيوال سازمان کې د چين يوازينی قانوني استازی بلل شوی او تر دې سمدستي وروسته د تايوان سيمې استازي له ملګرو ملتونو او اړوندو سازمانونو څخه شړل شوي دي.

هغه زياته کړه، دا پرېکړه ليک په ملګرو ملتونو کې د تايوان په شمول د ټول چين استايزتوب حل کړی چې په دې اصلي مسئله کې هېڅ خړ زون يا ناڅرګند ټکی نشته.

د ده په خبره، چين به خامخا ملي يووالی تامين کړي، تايوان به هرومرو د وطن غېږې ته بېرته راشي او هېڅوک د دې تاريخي تمايل مخه نشي نیولای.