وانګ يي پر نړۍ د چيني شکله عصريتوب اهميت بيان کړ
CMG2024/09/29 11:27:06
شريکول:

د چين خارجه وزير وانګ يي پر ځايي وخت د سپتمبر په ۲۸مه نېټه د امريکا په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې د دغه نړيوال سازمان د ۷۹مې عمومي اسمبلۍ په عادي بحث کې د چيني شکله عصريتوب نړيوال اهميت بيان کړی دی.

هغه ويلي، د چيني شکله عصريتوب به د نړۍ سوله او ثبات ، د مختلفو هېوادونو ګډ پرمختګ، نړيواله اداره او حکومتوالي پرمخ بوزي او د انسانانو مدني پرمختګ ته به ګټې ورسوي.