د حزب الله عمومي منشي د اسرائيل په هوايي بريد کې ووژل شو
CMG2024/09/29 10:43:43
شريکول:

اسرائيلي پوځ او د لبنان حزب الله د سپتمبر په ۲۸مه نېټه د دې خبر پخلی کړی چې د حزب الله عمومي منشي حسن نصرالله د اسرائيلي ځواکونو په هوايي بريد کې وژل شوی دی. دا له تېرو څو لسیزو راهيسې حزب الله ته د اسراییلو ټولو سخت زيان بلل کېږي چې د منځني ختيځ پر حالت به ستره اغېزه وکړي.

اسرائيلي ځواکونو په يوه اعلاميه کې حسن نصرالله د حزب الله مرکزي او ستراتيژيک مشر بللی او ويلي يې دي، جنګي الوتکو يې د معلوماتو له مخې د بېروت جنوب ته څېرمه تر يوې ودانۍ لاندې د حزب الله پر مقر دقيق بريدونه کړي چې پر مهال يې د دې ډلې لوړ پوړي چارواکي پر يوې غونډې بوخت وو. د لبنان په جنوبي برخه کې د حزب الله قوماندان علي کرکي هم وژل شوی دی.