د ډيجيټل سوداګرۍ درېيم نړيوال نندارتون کې د ۱۶۵ ميليارډو او ۸۰ ميليونو یوانو په ارزښنت تړونونه لاسليک شوي
CGTN2024/09/30 10:14:46
شريکول:

د ډيجيټل سوداګرۍ درېيم نړيوال نندارتون د سپتمبر په ۲۹مې نېټې د چين د جه جيان ولايت په هانګ جو ښار کې پای ته ورسېد.

د معلوماتو له مخې، په دغه نندارتون کې ۱۵۴۶ تصديو ګډون کړی و  او  څه باندې ۳۰ زرو مسلکي سوداګرو پکې د پېر او پلور په اړه نظر تبادلې او سلامشورې کړي او د نندارچيانو شمېر يې له ۲۰۰ زرو څخه زیات ښودل شوی دی.

د دغه نندارتون د ترسره کېدو پر مهال د ۱۱۳ پروژو  تړونونه لاسلیک شوي او عمومي ارزښت يې ۱۶۵ ميليارډه او ۸۰ ميليونه یوان ښودل شوی دی.