د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۷۵مې کليزې په وياړ زما د چين کيسې په نوم فعاليت د سپتمبر د ۲۵مې نېټې په شپه د کاناډا په اوټاوا ښار کې په برياليتوب ترسره شو.
دغه فعاليت د چين ميډيا ګروپ او په کاناډا کې د چيني سفارت لخوا په ګډه ترتيب شوی و، چې د کاناډا څه باندې ۵۰۰ تنو سياسي، اقتصادي، علمي او رسنيزو شخصيتونو پکې ګډون کړی و.
یاد فعاليت ته د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د تبليغاتي څانګې مرستيال او د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ ويډيويي وينا کړې ده.