د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټرېش د سپتمبر په ۲۸مې نېټې د لبنان مخ پر سختېدونکي حالت اندېښنه څرګنده کړې او غږ يې کړی، چې د زورزياتي دوران بايد پای ومومي.
انټونيو ګوټرېش د خپل وياند له لارې يوه اعلاميه خپره کړې او پکې يې ويلي، چې د لبنان، اسرائيل او د دغې سيمې خلک د يوې هراړخيزې جګړې بيه نشي ورکولای.
هغه له ښکېلو خواوو څخه غوښتي، چې د امنيت شورا د۱۷۰۱م پرېکړه ليک په رڼا کې سمدستي اوربند وکړي او يو د بل بنديان خوشي کړي.
بلخوا، ايران د امنيت شورا د اړوندې بيړنۍ غونډې غوښتنه کړې او د سوريې او اردن په شمول څو هېوادونو پر لبنان د اسرائيلي ځواکونو عمليات سخت غندلي دي.