پنټاګون: په منځني ختيځ کې د لا زياتو ځواکونو ځای پر ځای کولو ته چمتو يو
CGTN2024/09/30 10:12:13
شريکول:

د امریکا ملي دفاع وزارت د سپتمبر په ۲۹مې نېټې ويلي، چې هېواد يې چمتو دی، چې په منځني‌ ختيځ کې لا زيات ځواکونه ځای پر ځای کړي، د سمندري ځواکونو  اوسنۍ پيمانه وساتي او  هوايي ځواکونه زيات کړي، څو  د ايران د ممکنو بريدونو  پر وړاندې چمتو او مقابله وکړي.

د امريکا د ملي دفاع وزارت وياند پټريک راډېر په همدې ورځ په يوې اعلاميې کې ويلي، چې دفاع وزير لويډ اوستين د منځني ختيځ حالت له نږدې څاري او  په سیمې کې به د خپلو ميشتو ځواکونو پيمانه تنظيم کړي

پټريک راډېر په منځني ختیځ کې د امريکايي ځواکونو د يادو اقداماتو موخه دا ښودلې، چې په سیمې کې د خپلو اتباعو او ځواکونو امنيت وساتي، اسرائيل ته خونديتوب ورکړي او د ګواښ او ډيپلوماسۍ له لارې د وضعيت د بيا سختېدو مخه ونيسي.