د اسرائيل پوځ د سپتمبر په ۲۹مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې هوايي ځواکونو يې په همدې ورځ په لبنان کې د حزب الله پر کابو ۱۲۰ موخو سخت بريدونه کړي دي.
په اعلاميې کې راغلي، اسرائيلي ځواکونو د لبنان په جنوب کې د حزب الله پر هغو موخو بريدونه کړي، چې پکې د حزب الله د څو ځواکونو مهمې اډې او د اسرائيل پر ضد د بريدونو د پلان او تطبيق بنسټيز تاسيسات شامل وو.
اعلاميه وايي، اسرائيلي ځواکونو په دغو بريدونو کې د حزب الله جنګي وړتيا ډېره زيانمنه کړې ده.
د لبنان يوې پوځي سرچېنې په همدې ورځ رسنيو ته ويلي، اسرائيل د دغه هېواد په جنوب او ختيځ کې پر لسګونو ښارګوټو هوايي بريدونه کړي، چې له امله يې ۱۸ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي.