د يمن د حوثيانو تر کنټرول لاندې ټلويزيون د سپتمبر په ۲۹مې نېټې خبر ورکړی، اسرائيلي ځواکونو په همدې ورځ د يمن په لوېديځ حديده ايالت هوايي بريدونه کړي، چې له امله يې د بندر د يو کارکوونکي او د برېښناکوټ د ۳ اينجنيرانو په شمول لږ تر لږه ۴ تنه وژل شوي او ۴۹ تنه نور ټپيان دي.
دغه ټلويزيون د ځايي روغتيايي ادارې په قول خبر ورکړی، چې اسرائيلي ځواکونو د حديده ايالت پر حديده او رأس عیسی دوو بندرونو او دوو برېښناکوټونو لړيز هوايي بريدونه کړي دي.
د حديده ښار يوه چارواکي رسنيو ته ويلي، چې اسرائيلي ځواکونو د حديده بندر پر څو مهمو ځايونو بمبارۍ کړي او د نفتو ټانک او نړيوال هوايي ډګر په شمول مهمې زيربناوې یې هدف ګرځولي او ويجاړې کړې يې دي.